حیات: وسله‌وال د جګړې توان نه‌لري، نو ځکه انتحار او بمي چاودنې کوي

د هلمند والي حیات‌الله حیات وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې وروستیو پوځي عملیاتو وسله‌وال طالبان دومره وځپل چې د مخامخ جګړې توان نه‌لري او انتحاري حملې او بمي چاودنې کوي.

په لښکرګاه کې په وروستیو دوو ورځو کې په پرله‌پسې ډول وسله‌والې حملې او انتحاري چاودنې وشوې.

حیات‌الله حیات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د دوشنبې د ورځې چاودنې زیات تلفات ملکي وګړو ته اوښتي.

حیات‌الله حیات وویل:

"انتحاري حمله په داسې سیمه کې وشوه چې اکثر ملکي خلک و، د تېلو په پمپ سټېشن کې وشوه چې دوه پوځيان او دوه ملکي وګړي په‌کې وژل شوي، ۹ پوځيان او ۱۸ ملکي وګړي زخمیان شوي دي. د پېښې اکثر قربانیان ملکي وګړي دي."

طالبانو د تېرې ورځې د برید پړه په غاړه اخيستي، قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي چي د دغه برید په واسطه يې د عامه نظم د پولیسو ۳۶ سرتېري وژلي او ګڼ ټانګونه او وسایل يې له منځه وړي دي.

د هلمند والي وویل چې په څو وروستیو ورځو کې په ناوه، نادعلي، مارجه او ګرشک کې په پوځي عملیاتو کې تر ۴۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وینا، په هلمند کې د مخدره موادو د تولید د لابراتوارونو د له‌منځه وړلو لپاره هم عملیات روان دي.