عطا محمد نور د خپلې استعفا خبر رد کړ

عطا محمد نور د بلخ د والي له څوکۍ د خپلې استعفا خبر رد کړی دی.

په بلخ کې د ازادي راډیو خبریال د سیمه‌ییزو رسنیو او سرچینو په حواله وايي چې عطا محمد نور بېګا په مزار شریف کې د خپلو پلویانو په غونډه کې ویلي چې استعفا یې نه‌ده کړې او له واکه د لیرې کېدو نیت نه‌لري.

عطا محمد نور په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د بلخ والي وټاکل شو او له هغه راهیسې د واک پر ګدۍ ناست و.

ارګ پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې عطا محمد نور د والي له څوکۍ استعفا کړې او ولسمشر یې دا پرېکړه منلې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند د دې خبر غندنه کړې ده.