ډونالد ټرمپ نن دوشنبه د ملي امنیت یوه نوې ستراتیژي اعلانوي

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن دوشنبه د ملي امنیت یوه نوې ستراتیژي اعلان کړي او په هغې کې به د چین او روسیې په وړاندې نوې سخته تګلاره غوره شي، د هغو هېوادونو په وړاندې چې ویل شوي، هڅه کوي چې د امریکا د ارزښتونو او ګټو ضد یوه نړیواله اجماع جوړه کړي.

یوشمېر کارپوهانو نن مخکې له دې چې ولسمشر ټرمپ وینا واوروي، رسنیو ته ویلي چې په دغې نوې ستراتیژۍ کې خبرداری ورکړل شوی چې روسیې او چین د امریکا قدرت له چلنج سره مخامخ کړی او د امریکا هوساینې او ملي امنیت ته د تاوان رسولو هڅې کوي.

رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې ولسمشر ټرمپ به په دغې ستراتیژۍ کې تر ډېره د امریکا لومړی پر اصل تمرکز وکړي.

امریکایي چارواکو داهم ویلي چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې ایران او شمالي کوریا یاغي هېوادونه یاد شوي او د اسلامي دولت ډله یا داعش هغه ډله یاده شوې چې د امریکا ګټو ته یې ستونزې را ولاړې کړې دي.

ټرمپ د ولسمشر په توګه د خپل کار له پیلېدو راهیسې، چین د سوداګرۍ په یوه ناعادلانه شریک تورن کړی او هم یې د دې هېواد له لورې په سمندرګي کې د وروستیو پوځي اقداماتو په خاطر انتقاد کړی دی.
ډونالد ټرمپ له پیکنګ څخه دغه راز غوښتي چې پر پیونګ یانګ فشارونه زیات کړي چې د اټمي او د توغندیو له پروګرامونه لاس واخلي.