جمعیت اسلامي ګوند وايي د ارګ له لوري د نور د استعفا منظوري نه‌مني

د جمعیت اسلامي ګوند مسؤلین وایي چې د ارګ له لوري د نور د استعفا منظوري نه‌مني.

د افغانستان جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۷» د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظور کړه.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له ۱۵ کلونو راهیسې د بلخ د ولایت پر څوکۍ پاتې شوی، خو اوس د ارګ له لوري د ښاغلي نور د استعفا له منظورۍ وروسته، جمعیت ګوند وايي چې د ولسمشرۍ دا عمل د منلو وړ نه‌دی.

د جمعیت ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ارګ په یو اړخیزه توګه د عطا محمد نور استعفا منظور کړې او دا عمل د جمعیت ګوند په هېڅ صورت نه‌مني.

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور

د جمعیت ګوند دغه ویاند وویل چې د یاد ګوند مشر بهر ته په یوه سفر تللی چې له راتلو سره به‌یې سم د ارګ د دې تصمیم پر وړاندې جمعیت ګوند خپل رسمي دریځ روښانه کړي.

ښاغلي فطرت وویل:

" د ارګ له لوري د بلخ والي عطا محمد نور د استعفا اعلان یو اړخیز عمل دی چې د منلو وړ نه‌دی. د بلخ والي له ولسمشرۍ سره د خبرو اترو پر مهال د حسن نیت د ښودلو لپاره خپله استعفا وړاندې کړې وه او شرط دا و چې د ملي یووالي حکومت خپل تعهدات عملي کړي. کوم چې متأسفانه نه‌دي عملي شوي. "

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب‌الله ازاد نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، عطا محمد نور څه موده وړاندې خپله استعفا ولسمشرۍ ته وړاندې کړې وه چې د «۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۷» ولسمشر غني منظوره کړه.

د جمعیت اسلامي ګوند د یادې موضوع په تائید سره وايي چې ښاغلي نور څه موده وړاندې خپله استعفا ولسمشرۍ ماڼۍ ته په دې منظور وړاندې کړې وه چې د هغوی خبرې اترې مثبته نتیجه ورکړي او ارګ د دواړو لورو ترمنځ پر شویو توافقاتو عمل وکړي.

د جمعیت ګوند د مرستیال ویاند ذبیح‌الله فطرت په خبره چې ارګ پر خپلو کړو تعهداتو او توافقاتو عمل نه‌دی کړی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د عطا محمد نور د استعفا له منظورېدو راوروسته انجنير محمد داود چې د ښاغلي نور له سیاسي ملګرو دی، د بلخ د نوي والي په توګه معرفي کړی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ

د ولسمشرۍ ماڼۍ دا تصمیم د بلخ ولایت د اوسېدونکو له مختلفو غبرګونو سره هم مخ شوی.

د مزار شریف څو تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:

"زه سدید یم، د مزار شریف په ښار کې ژوند کوم، ارګ ډېر یو عجولانه اقدام کړی او باید د بلخ والي چې ۱۵ کاله‌یې ښه خدمت کړی او امنیت‌یې تأمین ساتلی، نه‌وی برطرف کړی."

"زما نوم علي دی، د بلخ والي ښه شو چې له واکه لیرې شو. هغه ۱۵ کاله حکومت وکړ، بس‌یې دی او باید بل چا ته وخت ورکړل شي، تر څو ښه حکومتوالي تمثیل شي."

"رازق یم د خلم ولسوالۍ اوسېدونکی، د بلخ والي یو مقتدر او پوه سړی و، هغه کولای شول چې دا ولایت ښه امن وساتي. اوس چې څوک راځي، نه‌پوهېږو چې څه به وکړي او څرنګه مدیریت به ترسره کړي."

په داسې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي نور استعفا منظور کړې چې نوموړي په کراتو کراتو د خبري کنفرانسونو په ترڅ کې ویلي وو، که د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرو اترو پایلې مثبتې وي او ارګ پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، له خپل موقف څخه به لیرې شي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی