ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د استعفا په اړه د ارګ له پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ، هغه یې یوه غیرمسؤلانه، د افغانستان د امنیت او ثبات ضد او د ملي یووالي د حکومت د موافقې له اصولو سره په ټکر کې وبلله.

دغه ګوند دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان جمهوري ریاست نن دوشنبه وویل چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظوره کړه او د هغه پرځای یې انجنیر محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د جمعت اسلامي ګوند ویاند واقف حکمیي د عطا محمد نور د استعفا په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ګوند د جمهوري ریاست دغه اقدام چې په یواړخیز ډول شوی، په کلکه غندي او هغه د ملي حکومت د اصولو او ګټو او هم د هغې موافقې د چوکاټ چې پکې د ملي یووالي حکومت تعریف شوی، خلاف اقدام بولي."

ښاغلي حکیمي زیاته کړه چې دغه ګوند به وروسته له هغې چې رئیس یې د بهر له سفره بېرته وطن ته را وګرځي او د رهبرۍ شورا نور غړي يې هم په کابل کې راټول شي، په دې اړه خپل مشخص دریځ اعلان کړي.

مخکې له دې چې افغان ولسمشر د نور استعفا منظور کړي، وړمه ورځ د جمعیت اسلامي ګوند حکومت ته ګواښ کړی و چې هیڅوک د نور د لېرې کولو واک نه لري.

نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس دی، له شااوخوا ۱۵ کلونو راهیسې یې د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کړې او پردې مقام د هغه د پاتې کېدو یا لېرې کېدو مسئله په وروستیو کلونو کې په یوه جنجالي مسئله بدله شوې وه.

پخواني معلومات:

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې ده.

د بلخ والي عطا محمد نور د بلخ د والي په توګه له نېږدې ۱۴ کلن ماموریت وروسته استعفا وکړه.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب ازاد د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۷ مه» ازادي راډيو ته وویل، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په سهار د ښاغلي نور استعفا منظور کړه.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

" څه موده مخکې هغې عطا محمد نور خپله استعفا جمهوري ریاست ته وړاندې کړه او تقریباً نیم ساعت وړاندې ولسمشر هغه منظورکړه او پر ځای يې ډیپلوم انجینر محمد داود د بلخ د والي په توګه وټاکل شو. "

عطا محمد نور د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دوه دورو کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نېږدې پلوي وو.

ښاغلي نور له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د بلخ د والي په توګه دنده پرمخ وړله او د ملي یووالي د حکومت له رامنځته کېدو سره سم د ولسمشر محمد اشرف غني له لورې د بلخ د سرپرست والي په توګه وټاکل شو، خو د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې یو وار بیا ولسمشر نوموړی د بلخ د والي په توګه ونوماوه.

عطا محمد نور د مرکزي حکومت له سرسختو انتقاد کوونکو بلل کېده چې په دې وروستیو کې يې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال محمد محقق سره په ګډه د افغانستان د ژغورنې ائتلاف هم جوړ کړو.

ښاغلي نور یو ځل مخکې دا ویلي وو چې په حکومت کې يې د جمعیت ګوند د امتیاز زیاتولو په هدف له ارګ سره خبرې پیل کړي، خو وروسته بیا داسې راپورونه خپاره شول چې د خبرو په دغې لړۍ کې ستونزې پیدا شوي.

خو تر دې مخکې د بلخ پخواني والي ته یوې نېږدې سرچینې د موضوع حساسیت ته په پام ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي وویل چې پر عطا محمد نور د بلخ له ولایته د استعفا له امله فشارونه زیات شوي دي.

سرچینې ازادي راډیو ته دا هم ویلي وو چې د جمعې په ورځ د صلاح الدین رباني په ګډون د افغانستان له بېلابېلو سیمو د جمعیت ګوند مشرانو له ښاغلي نور سره په دې تړاو ناسته هم درلوده.

خو د جمیعت ګوند ویاند واقف حکیمي بیا ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ملي یووالي د حکومت د هوکړې له مخې هېڅوک نه شي کولای چې ښاغلی نور له دندې لېرې کړي، خو په خبره یې چې استعفا یې قانوني حق دی.

خپله عطا محمد نور او نېږدې کسانو يې تر اوسه په دې اړه چې د کومو شرایطو له مخې يې له خپلې دندې استعفا کړې، څه نه دي ویلي.

دغه شان جمعیت اسلامي ګوند چې عطا محمد نور يې اجرائیوي رئیس دی، هم تر دې دمه خپل موقف نه دی اعلان کړی.

د جمعیت ګوند نښان

خو د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم منشي فیصل سمیع وايي چې د ښاغلي نور او جمهوري ریاست ترمنځ ستونزو ته په کتو اړتیا وه چې ښاغلی نور له خپلې دندې استعفا ورکړي.

نوموړي وویل:

" د ارګ، عطا محمد نور او یو شمېر سیاسي ګوندونو ترمنځ په دې اړه د نظر اختلاف موجود و، زه فکر کوم چې په داسې حالت کې عطا محمد نور، نور خپلې دندې ته دوام نه شو ورکولای او اړ شو چې استعفا ورکړي. "

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په دې اړه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د بلخ نوی والي انجنیر داود د بلخ ولایت اوسېدونکی او د جمعیت اسلامي ګوند یو فعال غړی دی.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې نوموړي د کانونو د کیندنې، امنیت، اړیکو او مدیریت په برخه کې په انګلستان کې زده کړې کړې دي.

راپور: اکرام الله اکرام

پخواني معلومات:

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظور کړه.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب الله ازاد نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر د ښاغلي نور استعفا منلې او پر ځای یې انجینیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې انجینیر داوود د جمعیت اسلامي ګوند یو فعال غړی بللی او ویلي یې دي چې هغه د نفتو او ګازو د استخراج په برخه کې لوړې زده کړې په انګلستان کې کړي دي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د عطامحمد نور استعفا منظور کړې چې وړمه ورځ د جمعیت اسلامي ګوند حکومت ته ګواښ کړی و چې هېڅوک د نور د لېرې کولو واک نه لري.

نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس دی، له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې یې د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کړې او پر دې مقام د هغه د پاتې کېدو یا لېرې کېدو مسئله په وروستیو کلونو کې په یوه جنجالي مسئله بدله شوې وه.

  • پخواني معلومات

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې ده.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر اشرف غني د ښاغلي نور استعفا منلې او پر ځای یې انجینیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شوی دی.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د عطا محمد نور استعفا منظور کړې چې وړمه ورځ جمعیت اسلامي حکومت ته ګواښ کړی و چې هېڅوک د نور د لېرې کولو واک نه لري.

  • پخواني معلومات

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفی منظور کړه.

دا خبره د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن سهار په یوه اعلامیه کې خپره کړې ده.

رسنیو ته د ارګ په لېږل شوې اعلامیه کې راغلي چې انجینیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د عطا محمد نور استعفی منظور کړې چې وړمه ورځ جمعیت اسلامي حکومت ته ګواښ کړی و چې هېڅوک د نور د لېرې کولو واک نه لري.