بوسنیا کې مظاهره‎چیانو د بیت‎المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه وغندله

د بوسنیا هرزګوینا په پلازمېنه سارایوو کې پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» لسګونه مظاهره‎چیان لارو او سړکونو ته را وتلي وو او د بیت‎المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه یې وغندله.

د امریکا ولسمشر د ډېسمبر په شپږمه وویل چې بیت‎المقدس د اسرائيل رسمي پایتخت دی او له تل ابیبه د امریکا سفارت به هم بیت‎المقدس ته ولېږدول شي.

په بوسنیا کې مېشتو فلسطینیانو او نورو مذهبي ډلو پرون د ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې پر ضد مظاهره تنظیم کړې وه چې لږترلږ سل تنه ورغلي وو.

هغوی د "بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه ده" نارې وهلې او د ټرمپ او د اسرائیل صدراعظم پرضد شعارونه يې هم لېږدول.