د کندهار امنیه قوماندان: په وروستي انتحاري حمله کې یوه ښځه وژل شوې

د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق وايي، د ښار پينځمې حوزې په ښوراندام کلي کې پر بهرنیو ځواکونو په انتحاري حمله کې یوه ښځه وژل شوې او څلور تنه زخمیان شوي دي.

جنرال عبدالرازق د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې تلفات ټول ملکي وګړي دي.

په چاودنه کې د وژل شوې ښځې لمسي عبدالرحمن ازادي راډیو ته وویل:

"دلته بهرنیان تېرېدل، صرف موټر ورته ودرېد، انفجار وشو، زموږ خونې را چپه شوې او زما انا مړه شوه. نور کوچنیان تر خاورو لاندې شوي وو چې هغه خلکو را ایستل انا مړه شوه."

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پر ځواکونو یې انتحاري حمله شوې خو هېڅ ډول زیان نه‎دی ورته رسېدلی.

د حملې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.