ټرمپ به نن دوشنبه د ملي امنیت یوه نوې ستراتيژي اعلان کړي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۷» د ملي امنیت یوه نوې سټراټيژي اعلان کړي.

خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې ښاغلی ټرمپ به د "امریکا لومړی" په پالیسۍ تمرکز وکړي او همدا راز به چین د "اقتصادي پارونې" په سبب د سر سخته سیال په توګه ونوموي.

د بوش د ولسمشرۍ د وخت یوه چارواکي مایکل الن فایننشل ټایمز ته ویلي:

"د ملي امنیت سټراټيژي په چین باندې د اقتصادي فشارونو د یوې لړۍ د واردولو یوه پیلوونکې وسله ده."

ځینو نورو کارپوهانو بیا ویلي، له چین سره تُند چلند به د اسیا له دغه لوی قدرت سره ویجاړونکې اقتصادې جګړې ته لار پرانیزي.

چین او امریکا په دې وروستیو کې د شمالي کوریا د راکټي پروګرام په سر خبرې ښکته او پورته کړي او امریکا له دغه هېواده تمه لري چې په شمالي کوریا زیات فشار راوړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د امریکا په وخت د ماسپيښین په دوو بجو د ملي امنیت نوې ستراتیژي اعلان کړي.

د ملي امنیت ستراتيژي د ولسمشر رونالډ رېګن له وخته هر څلور کال یو ځل اعلانیږي.