په کوټه کې پر کلیسا د پرونۍ حملې مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې، داعش اخېستی دی.
په حمله کې چې پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» د کوټې د مسیحیانو د دعا د ځانګړو مراسمو پرمهال وشوه، لږترلږه نهه تنه ووژل او تر ۵۰ زیات زخمیان شول.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي پرون وویل چې حمله دوو وسلهوالو کسانو کړې وه.
د بګټي په وینا، په کلیسا کې تر ۴۰۰ زیاتې ښځې، نارینه او ماشومان د دعا د ځانګړو مراسمو لپاره راغونډ شوي وو.
د کوټې مسیحیانو دا ځانګړي مراسم د عیسی مسیح د زېږېدو د اختر یا کرسمس په مناسبت جوړ کړي وو.
سرفراز بګټي وویل چې یوه حمله کوونکي د کلیسا په دروازه کې ځان والوزاوه.
خو دوهم مخکې تر دې چې ځان والوزوي، د بلوچستان د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
د بلوچستان یوه اوسیدونکي خرم چې د حملې په ځای کې و، پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» رویټرز خبري اژانس ته وویل:
"په کلیسا کې د یکشنبې د ورځې مراسم د پېل په حال کې و چې تر دعا ویلو مخکې، د ډزو غږ واورېدل شو، په هغه پسې چاودنې وشوې. یو شمېر خلک ووژل او زخمیان شول."
ځایي چارواکي: د کوټې په یوه کلیسا کې ځانوژونکي برید شوی
د بلوچستان ایالت د پولیسو رئیس معظم انصاري ویلي چې زیات هغه کسان وژل شوي او زخمیان شوي چې د چاودنې په وخت کې د کلیسا په دروازه کې ولاړ وو. د هغه په وینا، ډېر خلک د هېندارو د ماتېدو له امله زخمیان شوي دي.
په وژل شوو کې دوه ښځې هم دي.
د پاکستان پولیسو ویلي چې زخمیان روغتون ته لېږدول شوي او د ډېرو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د پاکستان د حکومت لوړ رتبه چارواکو په بلوچستان کې پر کلیسا حمله په شدت غندلې ده.
Attack of terrorists on Zarghoon road church in Quetta is condemned. Pakistan’s resolve against terrorism cannot be deterred by these cowardly acts.
— Dr Mohammad Faisal (@ForeignOfficePk) December 17, 2017
د پاکستان د خارجه وزیر ویاند محمد فیصل پر ټوېټر پرون ولیکل:
"دا ډول بُزدلانه کارونه به له ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان عزم کمزوری نهکړي."
پاکستان ۲۰۰ میلیونه وګړي لري چې یو اعشاریه شپږ فیصده برخه یې عیسویان دي.
هلته وخت ناوخت د عیسویانو او نورو دیني او مذهبي لږکیو پر ضد د پراخ تبعیض رپوټونه خپرېږي او په مکرر ډول د هغوی پر مذهبي مراسمو او عبادت ځایونو وسلهوالې حملې کېږي.