حیات: د لښکرګاه پر ۸ مې حوزې په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي

د هلمند چارواکي تائیدوي چې د لښکرګاه پر ۸ مې حوزې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې لږترلږه ۱۱ پولیس وژل شوي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات له رسنیو سره په خبرو کې پولیسو ته د دغې مرګ ژوبلې خبره تائید کړې، خو دا یې هم ویلي چې پولیسو د طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی بیا وايي، په کلا سنګ سیمه کې پر دوو پوستو د طالبانو په بریدونو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.