په هلمند کې د پولیو د واکسین د تطبیق په اړه د ټولو اړخونو هوکړه

په هلمند کې د پولیو د واکسین مسؤلین وايي، ټولو اړخونو د واکسین پر تطبیق هوکړه کړې ده.

که څه هم د پولیو په ضد د واکسین رضاکاران د واکسین د تطبیق پرمهال د عامو خلکو ترڅنګ د وسله والو د ممانعت سره مخامخ کېدله، خو په هلمند کې دعامې روغتیا د ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسؤلین وايي، وروسته له دې به په دې برخه کې ستونزې نه وي.

سره له دې چې د هلمند په ګاونډي ولایت کندهار کې تازه یوه مثبته پېښه موندل شوې، خو دا چې په هلمند کې څه حال دی، د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په راپور کې یې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د الیاس داعي راپور