کندهار ښار کې پر بهرنیو ځواکونو حملې یوه ملکي ښځه وژلې ده

د کندهار ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان په ځان وژونکي موټر بم حمله کې یوه ښځه وژل شوې او ۷ نور ملکیان کسان ټپیان شوي دي.

بل خوا په سیمه کې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې ملکیانو ته دغه مرګ ژوبله د یوه کور د چت د نړېدو له امله چې د چاودنې ځای ته نېږدې و، رامنځته شوې ده.

د ازادي راډيو خبریال محمدصادق رښتینی د پېښې له ځایه دا راپور برابر کړی دی.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور

پخواني معلومات:

د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښور اندام په سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم انتحاري حمله شوې ده.

د کندهار امنیه قوماندان ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې یوه ښځه وژل شوې او ۵ ملکیان ټپیان دي.

امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په دې انتحاري حمله کې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نه‌لري.

دی وايي، حمله هغه وخت شوې چې د بهرنیو ځواکونو کاروان له سیمې تېر شوی وو.

د ازادي راډیو خبریال چې په سیمه کې دی وايي، د سرف ډوله موټر ټوټې پرتې دي او سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.

دی وايي، دا حمله هغه وخت شوې چې ۵ ملکيان په دې سیمه کې پلي روان وو.

بل‌خوا عیني شاهدانو د ټپیانو شمېر ۷ تنه ښودلی دی.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي چې د دغې حملې په اړه څېړنه کوي.

دغه ځان وژونکې حمله په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته په شپږ میاشتني راپور کې په جګړه کې د افغان ځواکونو بریا ستایلې ده.

په دې راپور کې چې د ډسمبر په ۱۵مه کانګرس ته استول شوی، د افغان او امریکایي سرچینو په حواله ویل شوي چې د جګړې دغه فصل د تېر فصل په نسبت، ډېر بریالي وو.

تر اوسه د دې پېښې پړه کومې وسله‎والې ډلې نه‎ده منلی.

  • پخواني معلومات

په کندهار کې پر بهرنيو ځواکونو ځان وژونکي حمله شوې ده.

جرئیات وروسته....