"نی": خبریالانو سره د افغان چارواکو چلند غیر انساني شوی دی

له ازادو رسنیو نه د ملاتړ بنسټ "نۍ" وايي، دا وخت د زیات شمېر افغان چارواکو له خوا له خبریالانو سره چلند نه یوازې دا چې مسلکي نه دی، بلکې غیر انساني شوی دی.

"نۍ" همدا راز وايي، په روانه میاشت کې د حکومتي ادارو له‎خوا د خبریالانو د ازادي سلبولو پنځه موارد رامنځته شوي دي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» د خبریالانو او رسنیو د وضعیت ارزولو په اړه یوې خبري غونډې ته وویل، یو شمېر حکومتي ادارې نه یوازې دا چې له خبریالانو سره مسلکي چلند نه کوي، بلکې غیر انساني رویه ورسره کوي.

د نی بنسټ اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

دی وايي:

"مسئله دا ده چې چلند نه یوازې مسلکي نه‎دی بلکې غیرانساني دی، کله چې تاسې د خبریال نه د هغه ازادي اخلي دا له انساني چوکاټ نه بهرکار دی او بیا په داسې چې د وسلو په واسطه وګواښل شي، ازادي دې سلبوي، هغه هم هغه څوک چې په حکومت کې دنده لري. "

دغه بنسټ وايي، په دې وروستیو کې د ځینو خبریالانو ازادي په ساعتونو ساعتونو سلب شوې، د امنیت په ریاستونو او یا هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په کوټو کې اچول شوي او یا هم ورته د کار پر مهال سپکې سپورې ویل شوي دي.

روانه میاشت کې د حکومتي ادارو له‎خوا د خبریالانو د ازادي سلبولو پنځه موارد رامنځته شوي.

معصومه بهار او امید دولت‎زی هغه خبریالان دي چې له رسنیزو کارکوونکو سره د چارواکو له تاوتریخوالي ترخې خاطرې لري.

د خورشید خصوصي ټلوېزیون خبریال امید دولت‎زی وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سرپرستې تېره ورځ په داسې حال کې چې دی د یو راپور د انډول ساتنې په هدف د مرکې لپاره ورغلی و، دوه ساعته بندي کړ او ورته یې ویل چې د فساد اړوند دا راپور خپور نه‎کړي.

د خورشید خصوصي ټلوېزیون خبریال امید دولت‎زی

دی وايي:

"موږ تقریباً دوه ساعته له دوی سره وو، هم یې ووهلو هم يې وګواښلو، هم یې وسلې را باندې پورته کړې، تر دې چې ټول خلک خبر شول او دوه ساعته وروسته یي خوشې کړو. "

نی وايي، حکومت باید له نوموړي خبریال سره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغه غیر قانوني چلند په تړاو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سرپرستې وسیمې بادغیسي او نورو هغو چارواکو دندې وځنډوي چې د منطق پر ځای د خبریالانو د بیان ازادي سلبوي.

خو د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل، حکومت دغه موضوعات په جدي ډول څېړي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

دی وايي:

"موږ پرون تر دغې پېښې وروسته هڅه کړې چې ورته رسیدنه وشي، د خبریالانو د خوندیتوب یوه ګډه کمېټه چې په کې د رسنیو فدراسیون هم دی، په دې اړه خبرې کړي، نن بیا د دغې کمېټې غونډه ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال یې مشري کوي، په ټوله کې دولت خبریالانو ته د کار د یو مساعد چاپیریال په رامنځته کولو کې ژمن دی."

فیصل وايي، حکومت له خبریالانو سره په یوه ګډه کمېټه کې دا موضوعات په جدي ډول څېړي او هڅه کېږي چې په راتلونکي کې له ورته مواردو په جدي ډول مخنیوی وشي.

خو له دې تولو سره-سره ځينې افغان خبریالان اندیښنه لري چې که د خبریالانو په وړاندې د یو شمېر افغان چارواکو وروستۍ پېښې جدي ونه څېړل شي، له دوی سره به غیر مسلکي چلند او خپل‎سریو ته لا ډېره زمینه برابره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ