د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشران پر غیرقانوني مهاجرتونو انتقاد کړی

د اروپايي هېوادونو یو شمېر ښي اړخي سیاسي مشران د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې را غونډ شوي وو او اروپا ته پر غیرقانوني او ډله‎ییزو مهاجرتونو يې سخت انتقاد کړی دی.

په فرانسه کې پېژندل شوې ښي اړخې سیاستوالې مارین لوپن، د اتریش د صدراعظم مرستیال او یو شمېر نور پېژندل شوي سیاستوال د "ولسونو او ازادیو اروپا" ډلې په ۱۶م کنفرانس کې برخه لري.

دا ډله په ۲۰۱۵ میلادي کال کې جوړه شوه چې په پراګ کې پرونۍ جلسه یې د ازادۍ او ډیموکراسۍ ګوند تنظیم کړې وه.

د دې حزب شعار په اروپا کې د اسلام او مهاجرت مخالفت دی او د چک جمهوریت په ټاکنو کې یې هم تقریباً ۱۱ فیصده رأی ګټلې وې.

په پراګ کې پرون تقریباً ۱۵۰ کسانو د غونډې د ودانۍ مخکې اعتراضي مظاهره کړې وه او د چک پولیسو شدید امنیتي تدابیر ورته نیولي وو.