د افغانستان، پاکستان او ناټو غونډه کې پر افغانستان د راکټي حملو په اړه خبرې شوي

د افغانستان، پاکستان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د لوړ رتبه پوځي مشرانو ترمنځ درې اړخېزه غونډه پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۵» په کابل کې جوړه شوه.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، د پاکستان د دفاع وزارت د اوپراسیون له مشر سره د ډېورنډ له پورې غاړې د افغانستان پر خاوره د راکټي حملو په اړه هم خبرې شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

دولت وزیري وویل:

"د پاکستان له لوري زموږ پر خاوره ډزې کېږي، په ځانګړي ډول په ننګرهار او کونړ کې او ځينې وختونه په پکتیا او خوست کې هم دا ستونزه وي، پر دې زیاتې خبرې وشوې او وویل شول چې په هر ډول چې ممکنه وي، باید ډزې بندې شي. پر دې هم خبرې وشوې چې ترورېستان چې د ډیورنډ له کرښې را اوړي، باید يې مخنیوی وشي."

د دفاع وزارت ویاند وویل، داسې نوبتي غونډې په درېیو میاشتو کې یو وار د افغانستان او پاکستان د دفاع وزارتونو استازي او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت استازي جوړوي.

وزیري وویل، تر اوسه داسې نه برېښي چې پاکستاني چارواکو په خپله خاوره کې د ترورېستان د امن سیمو پر ضد اقدام کړی وي.

اسلام‎اباد تر دې مخکې داسې ادعاوې رد کړې چې د ترورېستانو د ځالو پر ضد یې ښه مبارزه نه‎ده کړې او ځان د ترورېزم قرباني ګڼي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، هڅه کېږي د پوځي همږغۍ هغه مرکزونه بیا فعال شي چې د ډیورنډ کرښې پر امتداد پخوا جوړ شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت "پنټاګون" د افغانستان د امینت او ثبات په اړه په تازه راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې کمزوري بللي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې سره له دې چې امریکا دواړه هېوادونه هڅوي چې د ډیورنډ په ګډون د ستونزمنو مسئلو د حل‎لپاره ګډ کار وکړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې بې باورۍ په دې برخه کې د پرمختګ مخه نیولې ده.

پنټاګون ویلي، سره له دې چې پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د ځینو سخت دریځو پټن‎ځایونه ویجاړ کړي، خو د حقاني شبکې په څېر یو شمېر سخت دریځې ډلې لا هم په پاکستان کې ازاد فعالیت کوي.

د افغانستان د پوځ یوه پخواني جنرال امرالله امان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د باور رامنځ ته کېدولپاره باید د سیمې په کچه خبرې وشي.

پخوانی جنرال امرالله امان

ښاغلي امان زیاته کړه:

"افغانستان ته ښايي چې له پاکستانه پوښتنه وکړي چې بلاخره څه غواړي؟ موږ باید څه وکړو او هغوی باید څه وکړي؟ هیله لرم چې د ملګرو ملتونو یو منځګړی پلاوی به کار وکړي او یو سیمه‎ییز کنفرانس به جوړ شي چې په دې اړه پریکړه وشي او پاکستان وپوهېږي چې سیمه او نړۍ يې په ټولوغلطیو پوهېږي."

د امریکا د دفاع وزارت په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې د القاعده شبکې، د هند په نیمه وچه کې د القاعده د ځانګړو ډلو، د حقاني شبکې، لشکرطیبه، تحریک طالبان پاکستان، د اسلامي دولت د خراسان ډلې او د ازبکستان د اسلامي تحریک په څېر افراطي او وسله‎والو ډلو ځاله ده.

په رپوټ کې راغلي، امریکا په پاکستان کې د رهبرۍ کړیو ته په مکرر ډول د ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې پر اهمیت ټینګار کړی دی.