دولت وزیري وایي، د پاکستان د دفاع وزارت يو پلاوی کابل ته راغلی

د پاکستان د دفاع وزارت د اپراسیون رئیس په مشرۍ يو پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ په يو لړ امنیتي مسایلو د بحث او خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې، د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو ډېر تمرکز به د کرښې دواړو خواوو ته د همغږۍ د مرکزونو په بېرته فعالولو وي.

ښاغلي وزیري وویل:

"يو پلاوی راغلی دی، نن یې زموږ د اپراسیون د رئیس سره غونډه ده، دا د افغانستان، پاکستان او غوڅ ملاتړ ماموریت ترمنځ د پخوانیو غونډو لړۍ ده چې په کې د کرښې دواړو خواوو ته چې کومې خبرې رامنځته کېږي او د همغږۍ کوم مرکزونه چې هلته پخوا موجود وو، د هغه د بېرته فعالولو په اړه خبرې کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چازو وزارت ویاند محمد فېصل د پنجشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته ویلي چې پاکستان د افغانستان د پلاوي د سفر پرمهال په دې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې به د دواړو لوریو پوځي استازي ځای پر ځای کېږي.

خو د افغانستان د د فاع وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي چې پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر پرمهال په دې اړه کومه هوکړه نه ده شوې.