یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه
ډيپلوماټ:
ډيپلوماټ خپرونې په کابل کې د افغان ترک ښوونځي د یو شمېر ښوونکو د نیول کېدو په اړه لیکلي دي.
د دې خپرونې په مقاله کې راغلي چې افغان حکومت ظاهراً چمتو دی چې له ترکيې سره د لوبې بيه پرې کړي، که هغه د يو شمېر ښوونکو بیه هم وي.
په مقاله کې راغلي چې د ډسمبر په ۱۲ مه کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني استانبول ته پر لاره و، په کابل کې چارواکو د افغان ترک ښوونځي د څلورو ښوونکو په نیولو لاس پورې کړ چې د راپورونو له مخې، ویل کېږي چې د ترکيې د حکومت له مخالف فتح الله ګولن سره يې تړاو درلود.
د راپورونو له مخې، دا درې ترک او يو افغان ښوونکي وو چې د نجونو د يوه ښوونځي پر لور روان وو.
د مقالې په بله برخه کې دې ته ورته نمونې ذکر شوي چې د بېلګې په توګه، پاکستان ته د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان تر سفر مخکې د ۲۰۱۶میلادي کال په نومبر میاشت کې انقرې له اسلام اباده غوښتي وو چې له پاک ترک ښوونځي څخه بهرني کارکوونکي اوباسي.
په منځنۍ اسیا کې د بېلګې په توګه، د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايېف په ۲۰۱۶میلادي کال کې له خپل ترکي سيال سره تر لیدو وروسته ژمنه وکړه چې له ګولن سره تړاو لرونکي ښوونکي به له خپله هېواده اوباسي.
دا څرګنده نه ده چې ايا ترکيې ته د ولسمشر غني وروستی سفر په کابل کې د افغان ترک ښوونځي د ښوونکو له نیول کېدو سره تړاو لري، که نه، خو د مقالې لیکوال وايي چې دغو بېلګو ته په کتو سره ترکيه د افغان حکومت يو مهم شريک هېواد دی، نو ځکه داسې ښکاري چې کابل له انقرې سره د لوبې په خاطر د بيې ورکولو ته چمتو دی.
جاپان ټايمز:
جاپان ټايمز خپرونې په جرمني کې د یوه افغان پناه غوښتونکي قضيې ته کتلي دي.
په مقاله کې راغلي، په جرمني کې د پناه غوښتونکو د حقونو يوې ډلې ويلي چې حشمت الله فضل پور په غير قانوني توګه له جرمني څخه ايستل شوی و، خو تر درېيو مياشتو وروسته اوس بېرته د جرمني فرانکفورت ښار ته رسېدلی دی.
۲۳ کلن فضل پور له جرمني څخه بلغاریه ته لېږل شوی و، ځکه دی لومړی ځل له افغانستانه بلغاریه ته تللی و او بيا له هغه ځایه جرمني ته.
وروسته څرګنده شوه چې د جرمني محکمې د فضل پور تر ايستل کېدو مخکې د ده په اړه بېړنی حکم کړی و، نو ځکه د ده ايستل غير قانوني ګڼل کېږي.
د جاپان ټایمز مقاله لیکي چې فضل پور په داسې حال کې بېرته جرمني ته تللی چې دغه هېواد لوی شمېر افغان پناه غوښتونکي ردوي.
تر يو ميلیون زیات پناه غوښتونکي په ۲۰۱۵میلادي کال کې جرمني ته ورغلل او د جرمني د صدراعظمې انګيلا مرکل حکومت تر سخت فشار لاندې راغی چې د پناه غوښتونکو د بحران مخه ونيسي.
د جرمني خلکو د نويو پناه غوښتونکو د ورتګ په خاطر اعتراضونه وکړل او برلین جرمني ته د پناه غوښتونکو د ورتګ د مخنیوي لپاره له يو شمېر حکومتونو سره موافقې وکړې.
تېر کال برلین له کابل سره تړون لاسلیک کړ چې رد شوي افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته استوي او د ۲۰۱۶میلادي کال په ډسمبر مياشت کې يې خلک ايستل پیل کړل.