چارواکي: د سرپل عملیات ملکیانو ته د زیان د مخنیوي په هدف ورو دي

د سرپل ولایت د تبر په سیمه کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات دوام لري، خو مقامات وايي، ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف امنیتي ځواکونه ورو عمل کوي.

ځايي خلکو ازادي راډیو ته ویلي چې له درېیو ورځو راهیسې په دې سیمه کې د جګړو له امله ملکیان په سخت وضعیت کې بند پاتې دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني تېره شپه ازادي راډیو ته د دې پوځي عملیاتو او دغه راز ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وویل:

"عملیات ورو پر مخ ځي، زموږ د معلوماتو له مخې، دوه ملکیان شهیدان شوي او څلور ټپیان دي، د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري هم ژوبل شوي، د دښمن ۱۰ تنه وژل شوي او ۸ نور يې ټپیان شوي دي."

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په تبر کلي کې د حزب اسلامي او جنبش ډلو د قوماندانانو ترمنځ له اختلافاتو وروسته، دا سیمه د طالبانو لاسو ته ورغله.