بهرامي: په خوګیاڼو کې به د وسله والو تر تصفیې عملیات روان وي

د افغانستان د دفاع وزیر وايي، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې به تر هغې پوځي عملیات روان وي، تر څو پورې چې دا سیمه په بشپړ ډول له داعش او نورو وسله والو تصفیه شوې نه وي.

د ننګرهار د والي له دفتره خپره شوې اعلامیه وايي، طارق شاه بهرامي پرون جمعه په جلال اباد کې د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل او د خوګیاڼو له قومي مخورو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د سیمې خلک باید له وسله والو د تصفیه شویو ځایونو په ساتنه کې همکاري وکړي.

د ملي دفاع وزیر د ننګرهار له مقاماتو سره په دې ولایت کې د داعش او نورو ډلو پر ضد د روانو عملیاتو سربېره د جګړو له امله د بې ځایه شویو خلکو د ستونزو د حل په باب خبرې وکړې.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دفاع له وزیره وغوښتل چې په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو او تجهیزاتو په برخه کې لانوره همکاري وکړي.