افغانستان کې "پلان فیوچر شرکت" انلاین سوداګري په یوه فرهنګ بدلوي

د پلان فیوچر په نوم خدماتي شرکت غواړي چې په افغانستان کې انلاین سوداګري او بازار موندنه په یوه فرهنګ بدله کړي.

د دغه شرکت مرستیاله سپوږمۍ یال وايي، دا کار کولای شي خدمات چټک او د سوداګرۍ او بازار موندنې په برخه کې د ښځو ونډه ډېره کړي.

د پلان فیوچر شرکت په همدې اړه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» په کابل کې یوه غونډه رابللې وه چې په وینا یې له دغې لارې سوداګریز شرکتونه ډيجیټل کېدو ته هڅوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي دغې غونډې ته په وینا کې د نوموړي شرکت دا پلان د ستاینې وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د شرکتونو د ښه فعالیت لپاره به ښه انټرنټي امکانات د دوی په واک کې ورکړي.