عباس: د سولې په هڅو کې دې د منځګړي په توګه د امریکا ځای بدل شي

د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د اسرائیل او فلسطینانو ترمنځ د سولې په هڅو کې د منځګړي په توګه د امریکا د متحدو ایالاتونو ځای بدل کړي.

هغه دغه څرګندونې پرون په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په سرمشرېزه غونډه کې وکړې.

عباس دې غونډې ته وویل چې د امریکا د ډیسمبر د شپږمې نېټې اقدام چې بیت المقدس یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، فلسطین ته ټکان ورکړی دی.

هغه اقدام چې د دې هېواد اروپایي او نور او هم په منځني ختیځ کې متحدین په قهر کړي او هم د دغه کړکېچ په اړه د امریکا د لسیزو راپدیخوا پالیسي کې د ستر بدلون څرګندونه کوي.

عباس وویل، په داسې حال کې چې موږ یوه جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره له کلونو راهیسې د سولې په پروسه کې له دوی سره ښکېل و، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د کلونو په سپیړه ووهلو.

عباس زیاته کړه چې له دې وروسته په سیاسي پروسه کې د منځګړي په توګه د متحدو ایالتونو رول نه شي منلی.

د فلسطینې ادارې مشر وویل، دې تر اوسه د دوو دولتونو حل لارې ته ژمن دی خو زیاته یې کړه چې دی به پر ملګرو ملتونو فشارونه زیات کړي چې د سولې د هڅو مشري ته اوږه ورکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په پرانېستونکې وینا کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې اشغال شوی بیت المقدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني.