د ۲۰۹ شاهین قول اردو: په فاریاب کې ۶ مخالف وسله‌وال وژل شوي

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د سړک د غاړې ۱۱ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

په هغې اعلامیه کې چې دې قوماندانۍ خپره کړې، ویل شوي چې د «نوید-۸» په نوم د عملیاتو په دوام کې د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د سرې کلا په کلي کې شپږ مخالف وسله‌وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د یو لړ نورو شمالي ولایتونو تر څنګ په فاریاب ولایت کې هم د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د پیل شویو عملیاتو خبره تائید کړه او ویې‌ویل چې ډېر ژر به په جوزجان ولایت کې چې ویل کېږي د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله‌وال په‌کې فعال دي، عملیات پیل شي.

دی وايي:

"داعش یوازې د جوزجان په درزاب او قوش‌تپه کې تحرکات لري، خو هلته هم مرکزونه نه‌لري. دا دومره ستر خطر نه‌دی او په نږدې وخت کې یې د له‌منځه وړلو عملیات پیلوو."

د جوزجان چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې په سیمه کې د داعش په لیکو کې د بهرنیانو حضور په زیاتېدو دی.