د خبریالانو مرکز: افغان حکومت د "م. م" د یوه پرېکړه‌لیک ملاتړ نه‎دی کړی

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، افغان حکومت لا تر اوسه د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه‌لیک د مسودې ملاتړ نه‎دی کړی چې له هېوادونو غواړي د خبریالانو په وړاندې د جرایمو معافیت باید ختم شي.

دغه مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت د دې اقدام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز او د ارټیکل ۱۹ نړیوال سازمان په یوه ګډ اقدام سره د روان میلادي کال په نومبر کې افغان حکومت ته یو سرخلاصی لیک استولی او ترې غوښتي یې وو چې د خبریالانو د خوندیتوب په هدف د ملګرو ملتونو د یادې مسودې ملاتړ وکړي.

د دغه لیک مخاطبین د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني او په ملګرو ملتونو کې د افغان دولت دایمي استازی محمود صیقل ښودل شوي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان د خبریالانو د مرکز د مشر احمد قریشي له قوله ویل شوي چې تمه وه، افغان حکومت د روان میلادي کال په اوږدو کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې خپلې کړې ژمنې په نړیواله سطح څرګندې کړي، خو د ښاغلي قریشي په خبره د رسمي غوښتنې او ټینګار سره سره دا کار ونه‎شو.

د اعلامیې له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت دایمي استازی تر اوسه نه‎دی حاضر شوی چې په دې اړه څه ووایي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، ۸۸ هېوادونو د دې پرېکړه‎لیک د مسودې ملاتړ کړی دی.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندې پر مهال وژل شوي یا ګواښل شوي، خو د دوی په وینا د ډېرو کسانو دوسیې نه‎دي ارزول شوي او عاملین‌یې بخښل شوي دي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.