ولسمشر غني د اسلامي هېوادونو په غونډه کې پر مهمو موضوعاتو وینا کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني به نن چهارشنبه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په فوق العاده غونډه کې پر مهمو مسایلو وینا وکړي.

د جمهوري رياست وياند شاه‌ حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل چي ولسمشر غني به د امريکا د ولسمشر له خوا د اسرائيل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پر اعلان هم خبرې وکړي.

ښاغلی مرتضوي زیاتوي:

"ولسمشر په دې غونډه کې چې نن چهار شنبه په ترکیه کې ترسره کېږي، وینا کوي، وینا کې به د افغان حکومت او ولس هغه اندېښنې چې بیت المقدس ته د امریکا سفارت د لېږدولو د اعلان په اړه دي، شریکې کړي او احتمالاً نن ماښام د ترکیې له ولسمشر سره به هم وګوري."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبه ماښام د يوه عالي رتبه دولتي هيئت په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په فوق العاده غونډه کې د ګډون په هدف، د ترکیې استانبول ښار ته ولاړ.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړ او ويې ويل، د امريکا سفارت به له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدول شي.