پسرلی: که انلاین سوداګري عامه شي نو صادراتو به ۳۰ سلنه لوړ شي

په کابل کې سبا پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۳» د لومړي ځل لپاره د ډیجیټل سوداګرۍ په اړه غونډه جوړېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن چهارشبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» ازادي راډیو ته وویل، که انلاین یا ډیجیټل سوداګري په افغانستان کې عامه شي نو د هېواد د صادراتو کچه به ۳۰ سلنه لوړه شي.

نوموړی وايي چې د ډیجیټل بازار موندنې له لارې افغاني توکي نړیوالو بازارنو ته لار پیدا کوي:

"موږ د ډیجیټل بازار موندنې څخه په استفاده سره د حکومت او خصوصي سکتور نه غوښتنه کوو چې دوی باید خپلو ټولو داخلي تولیداتو ته لېبلېنګ وکړي، که څوک زموږ د کورنیو تولیدات په اړه معلومات غواړي باید په انټرنیټ کې وي."

ښاغلی پسرلی وايي چې په دې وروستیو کې د انلاین یا ډیجیټل سوداګرۍ په برخه کې په میلېونونه ډالر پانګونه شوې او حکومت ته لازمه ده څو د دغې پانګونې لپاره د انټرنیټ بیه تېټه او هم د برېښنا ستونزه حل کړي.