پوهنې وزارت: د افغان ـ ترک ښوونځي نېول شوي ښوونکي به ژر خوشې شي

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست ډاډ ورکوي چې د افغان ـ ترک د ښوونځي نېول شوي ښوونکي به ډېر ژر خوشې شي.

محمد ابراهیم شینواري نن په کابل کې د افغان ترک د لېسو د زده کوونکو له کورنیو سره په یوي ناسته کې وویل چې په دې اړه یې له امنیتي چارواکو سره خبرې شوي دي:

"موږ د ملي امنیت له رئیس او نورو چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي، هغه یو یا دوه ښوونکي که د ملي امنیت له لوري تر تحقیقاتو لاندې وي، ډېر ژر به یې برخلیک معلوم کړو، دوی به بېرته خپلو ښوونځيو ته را ګرځي او د حیثیت اعاده به یې وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي امنیت یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي و چې د دوی ځواکونو په کابل کې د افغان ترک ښونځي پر یوې لیلیې د یوه مشکوک کس د نېولو په هدف چاپه وهلې ده.

تر دې دمه د دې مشکوک تن د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.