سرچینه: ملي امنیت کابل کې د افغان ترک ښونځي پر لیلیې چاپه وهلې

د افغانستان د ملي امنیت یوې سرچینې تائید کړې ده چې تېره ورځ د دوی ځواکونو په کابل کې د افغان ترک ښونځي پر یوې لیلیې چاپه وهلې ده.

دغې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، د دې عملیاتو اصلي هدف د یوه مشکوک کس نیول وو چې د ملي امنیت په وینا د افغات ترک ښونځي په لیلیه کې پټ شوی و.

تر دې دمه د دې مشکوک تن د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.