نیویارک ټایمز: د غني منتقدین د انتخاباتو د ځنډېدو په خاطر زغم له لاسه ورکوي

  • سټارز اېنډ سټرایپس

د سټارز اېنډ سټرایپس امریکايي خپرونې چې اکثر پوځي رپوټونه خپروي د افغانستان په شمال لویدیځ کې د داعش د پټنځایونو پر سر په عملیاتو یو مطلب خپور کړی دی.

خپرونې لیکلي سره له دې چې د داعش پر ضد عملیاتو ته تابیا نیول کېږي خو دا ډله اوس د افغانستان په شمال لویدیځ کې ځای پر ځای شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ویلي، همدا اوونۍ به د افغانستان په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې پر ضد عملیات پيل شي.

د سټارز اېنډ سټرایپس په مقاله کې راغلي د تېرکال له لومړیو امریکايي پوځیانو د افغانستان په ختیځ کې د افغان پوځيانو تر څنګ د داعش خراسان ډلې پر ضد چې په ۲۰۱۵ کال کې یې سر پورته کړل عملیات پيل کړل.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني منتقدین د انتخاباتو د ځنډېدو په خاطر خپل زغم له لاسه ورکوي.

نیویارک ټایمز لیکي په تېر یوه کال کې افغان حکومت د انتخاباتو د ځنډولو په خاطر له سختو نیوکو سره مخ دی او لویدیځ چارواکي ټول زغم ته رابولي.

په مقاله کې راغلي چې امریکايي او اروپايي ډیپلوماټان اکثر د افغان واکمنانو کورونو ته ورځي او له هغوی غواړي چې ولسمشر غني ته وخت ورکړي څو د خلکو له تمې سره سم اصلاحات راوړي.

ولسمشر غني ویلي چې پارلماني انتخابات به د راتلونکې کال په جولای میاشت کې ترسره شي.

نیویارک ټایمز وايي، سږ کال د انتخاباتو په خوا زیات ګامونه نه دي اخېستل شوي او داسې ښکاري چې انتخابات به ترسره نه شي.

ورځپاڼه لیکي:

د همدې لپاره د ولسمشر غني ګڼ منتقدین زغم نه لري او د ده د واک په اړه ان د یوې ټولپوښتنې غوښتونکي دي.

د نیویارک ټایمز په خبره ولسمشر غني هغه څه کړي چې لویديځوال یې ګډوډي بولي لکه د منتقدینو پر ضد د فساد د څېړنې ناڅاپي امرونه، په مظاهرو کې د دولتي کارکوونکو د ګډون مخنیوی او د اپوزیسیون په یوه غونډه کې د بلخ د والي مخه نیول.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په انتخاباتي ستونزو یو مطلب لیکلی او ویلي یې دي چې افغانستان وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې کړکېچنو انتخاباتو شاهد و.

هغه انتخابات چې د ورځپاڼې په خبره له درغلیو ډک بلل شوي او کولای یې شوای چې هېواد کورنیو جګړو ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر په منځګړیتوب دوو انتخاباتي ډلو د ملي وحدت د حکومت جوړولو ته زړه ښه کړ او په دې ترتیب یې انتخاباتي لانجې پای ته ورسولې.

د واشنګټن پوسټ په خبره له دې چې پارلماني انتخاباتو ته یوازې اته میاشتې پاتې د الکترونیکي تذکرو ستونزه لا نه ده هواره شوې او د سیاسي ګټې اخېستنې، تخنیکي کمزورتیاو او قومي لوبو تورونه لا نه دي سپین.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې که دا ستونزې هوارې نه شي او انتخابات ترسره نه شي افغانان به د نړیوالې ټولنې له ملاتړ برخمنې ډیموکراسۍ باندې باور له لاسه ورکړي.

صفي الله ستانکزی