روسیه کې د سخت دريځو يوه کړۍ کشف شوې

د روسیې د مرکزي امنيتي خدماتو اداره وايي چې د سخت دريځو يوه کړۍ يې کشف کړې چې غړو يې غوښتل د نوي کال په مراسمو کې او د روسیې د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ مياشتې د ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال حملې وکړي.

د فدرال امنيتي خدماتو ادارې رئيس الکساندر بورتيکوف په روسيه کې د ترورېزم پر ضد کمېټې ته نن دوشنبه وويل چې مشکوک کسان د منځنۍ اسيا د هېوادونو وو او ترورېستي عملیات او ځانمرګي بریدونه‌يې پلانول.

بورتيکوف وويل چې د دې ډلې مشکوک کسان‌يې د دوشنبې په ورځ د مسکو په شااوخوا سیمه کې ونيول.

ده ونه‌ويل چې څومره کسان نیول شوي دي.