"رېک" ټولنه د ترورېستانو د مالي سرچینو د وچولو او مبارزې په برخو کې تجربې شریکوي

په نوې ډېلي کې د روسیې، هند او چین په ګډون د رېک «RIC » د ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه جوړه شوه.

د روسیې، هند او چین یا "رېک" د بهرنیو چارو وزیرانو نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» په خپله ۱۵مه غونډه کې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د خپلو تجربو شریکولو ته تیاری څرګند کړ.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپلو هندي او چینايي سیالانو سوشما سواراج او ونګ يي سره په نوې ډېلي کې تر کتنې وروسته وویل، درې واړه هېوادونه چمتو دي چې د ترورېستي ډلو د مالي سرچینو د بندولو او د نړیوالو ترورېستانو پر ضد د مبارزې په برخو کې له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د لاوروف په وینا، د نړیوالو ترورېستانو هغه لېست چې روسیې د هند او چین په مرسته برابر کړی، د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه غوره بڼه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه په یوه بیان کې وویل، په دې کتنه کې د لاجوردو د لارې د مهمې پروژې په اړه خبرې هم په پام کې دي.

دا پروژه چې له اذربایجان او روسیې تېرېږي او د اروپا تر شمال لوېدیځ پورې غځېږي ۷۲۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري او هند، ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا له اروپا سره نښلوي.

نږدې یوه اوونۍ مخکې ایراني چارواکو د ایران په جنوب ختیځ چابهار بندر کې چې تهران غواړي د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره‌یې د ټرانزیت په مهم مرکز بدل کړي، اضافي برخې پرانیستې.

چابهار بندر

د پاکستان سیال هېواد هند هم دې بندر ته د ستراتېژیک اهمیت په سترګه ګوري، ځکه کولای شي چې د پاکستان پر ګوادر بندر د افغانستان اتکا کمه کړي.

روسي خبري اژانس انټرفکس په یوه بل راپور کې همداراز له افغان طالبانو سره د مسکو د مرستو د ادعاوو په اړه د ښاغلي لاوروف نوې څرګندونې را اخیستي دي.

د انټرفکس د راپور له مخې، ښاغلي لاوروف په نوې ډېلي کې د پالېسۍ د څېړنو په مرکز کې د وینا پر مهال ویلي چې له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ د ادعاوو په اړه هېڅ‌راز شواهد نه‌شته.

هغه ویلي، مهمه نه‌ده چې امریکايي چارواکي وسله‌والو طالبانو ته د روسیې له‌خوا د وسلو د ورکولو په اړه څه وايي، خو لاوروف زیاتوي چې په دې برخه کې هېڅکله هم شواهد نه‌وو.