د کورنیو چارو وزارت په جوزجان او فاریاب کې د داعش پر ضد عملیات پیلوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغو راپورونو ته په پام سره چې د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لیکو سره د بهرنیو سخت دریځو د یوځای کېدو په اړه خپاره شوي وایي، ډېر ژر به هغو سیمو کې چې د دغو وسله‌والو د فعالیت سیمې بلل کېږي پوځي عملیات پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل:

"په دې وروستیو کې په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې اندېښنې داسې راپورته شوي چې ګواکې هلته داعش شتون لري. کوم راپورونه چې له کشفي او استخاراتو ادارو موږ ته رارسېدلي، هلته داعشیان موجود دي. سبا به زموږ د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د نړیوالو ځواکونو ګډ عملیات په جوزجان او فاریاب کې پیلېږي او د یوې میاشتې لپاره به دوام وکړي."

د رحیمي په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې به دغه سیمې د داعش له سخت دریځو په بشپړه توګه تصفیه کېږي.

د افغان او بهرنیو سرچینو په حواله راپورونه وایي چې له سوریې څخه د ماتې خوړلې داعش ډلې بهرنیو سخت دریځو چې یو شمېر یې د فرانسې او الجزایر وګړي یاد شوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال په تېره بیا جوزجان ولایت کې له داعش سره یوځای شوي دي.