د رأی ورکوونکو د نوملړ د برابرولو لپاره د انتخاباتو کمېسیون له‌خوا د بودجې غوښتنه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د نوملړ برابرولو ته تياری نيسي.

دغه کمېسیون وايي، د رأی ورکوونکو د نوم ليکنې د بهیر لپاره ۲۹ ميلیونه ډالره بودجې ته اړتيا ده چې دوی یې طرحه پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» ناوخته حکومت ته سپارلې ده.

د یاد کمېسیون ویاند ګلا جان بديع صیاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» ازادي راډيو ته وويل، دوی په دې برخه کې د حکومت ژر ځواب ته په تمه دي.

د انتخاباتو د کمېسیون ویاند ګلا جان بديع صیاد

دی وايي:

"د بودجې د برابرولو لپاره دا طرحه موږ جمهوري رياست او مالیې وزارت ته استولې تر څو هغوی د بودجې په برابرولو کې ژر اقدام وکړي. که موږ ډاډ ترلاسه کړ چې دولت یا نړیوال ډونران بودجه برابروي، ان‌شاءالله د رأی ورکوونکو نوملړ به جوړ شي."

له دې وړاندې دغه کمېسیون داسې اندېښنې شریکې کړې وې چې ګوندې په زیاترو ولایتونو کې رأی ورکوونکي په برابر ډول مرکزونو ته لاسرسی نه‎لري.

یو شمېر انتخاباتي څارونکي وايي، هغو ننګونو ته په کتو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ځانګړي ډول د رأی ورکونې مرکزونه ورسره مخ دي، باور نه‎کوي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات دې په خپل وخت او شفاف ډول ترسره شي.

د ناامنۍ تر څنګ د بودجې کمښت هغه ستونزه ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌يې په وار وار یادونه کړې او ويلي، که د دغو ستونزو د هواري لپاره کار ونه‎شي، نو انتخابات به په وخت او زمان سره ترسره نه‎شي.

  • خو ایا د مالیې وزارت به دا بودجه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ته ورکړي؟

د مالیې وزارت ویاند اجمل حميد عبدالرحیمزی

د مالیې وزارت ویاند اجمل حميد عبدالرحیمزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ د بودجې او تخنيکي برخې همکاران په دې طرحه کار کوي، خو زما پيغام خلکو ته دا دی چې د انتخاباتو لپاره د حکومت قوي اراده موجوده ده او د مالي امکاناتو په برخه کې موږ له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کومه ستونزه نه‎لرو."

په ورته وخت کې د برېښنايي تذکرو وېش بله مسئله ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ورته اشاره کوي او وايي چې د رأی ورکوونکو نوم ليکنه د تذکرو له مخې کېږي، نو لازمه ده چې د دغو تذکرو وېش بې له ځنډه پيل شي.

له دې ټولو سره د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا رئيس محمد نعيم ایوب‎زاده د دغه کمېسیون له‎خوا د نوم ليکنې د بهیر د پر مخ بيولو لپاره د بودجې طرحه ناقصه ګڼي وايي، باور نه‎لري چې د کمېسیون په دغه ناسم مديریت سره دې انتخابات په خپل وخت ترسره شي.

ښاغلی ايوب‎زاده وايي، په کار وه چې کمېسیون په ټولو برخو کې ستونزې په نښه او بیا يې دا طرحه حکومت ته سپارلې وی.

راپور: شاه‌محمود شینواری