اجرائیه رئیس: روانه اوونۍ به د مچلغو بند د جوړولو چارې پیل شي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، روانه اوونۍ به د پکتیا د مچلغو د اوبو بند د جوړولو رسمي چارې پیل شي.

عبدالله عبدالله نن دوشنبې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته وویل، د دغه بند لومړني کارونه پیل شوي او ډېر ژر به‌یې د جوړولو تړون لاسلیک شي.

د مچلغو د اوبو بند د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې جوړېږي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې د دغه بند پر جوړېدو سره څه باندې ۲۳۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او تر څنګ به‌یې ۸۰۰ کېلو واټه برېښنا هم تولید شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت له اختیاري بودجې نه د دغه بند جوړولو ته ۲۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.