"I CAN" ټولنه: یا اټمي وسلې یا بشریت؟

اټمي وسلې لرونکي هېوادونه دوه انتخابونه لري، د اټمي وسلې له‎منځه وړل یا موږ ټول له‎منځه وړل!

دغه څرګندونې د اټمي وسلو ضد کمپاین د ټولنې اجرائیوي مشرې بیتریس فېن "Beatrice Fihn" د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» په اوسلو کې د نوبل د سولې د جایزې د ترلاسه کولو په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وکړې.

مېرمن فېن پر ټولو اټمي وسلو لرونکو هېوادونو غږ وکړ چې پر اټمي وسلو د بندیز لګولو لپاره د ملګرو ملتونو تړون تصویب کړي.

بیتریس فېن

د اټمي وسلو د له‎منځه وړلو لپاره نړیوال کمپاین ته د نوبل کمېټې د سولې جایزه په دې خاطر ورکړه چې دغه کمپاین د اټمي وسلو د پراختیا او د یوې اټمي جګړې د خطر زیاتوالي ته‌یې د نړیوالو ډېر پام اړولی دی.

په دغه نړیوال ائتلاف کې د نړۍ ۴۶۸ غیر دولتي ټولنې او سازمانونه راغونډ شوي او د ملګرو ملتونو پر اټمي وسلو د بندیز د هغه تړون د تصویب لپاره هلې ځلې کوي چې ۱۲۲ هېوادونو په تېر جولای میاشت کې تأیید کړی دی.

میرمن فېن وایي، تر اوسه دغه تړون د اټمي وسلې لرونکي هېڅ یوه هېواد نه‎دی لاسلیک کړی او له هغوی غواړي چې دغه کار وکړي.

د "I CAN" مشرې وویل، دغه تړون یو انتخاب وړاندې کوي، د پای لپاره دوه انتخابونه، د اټمي وسلو پای یا زموږ پای.

هغې په عین حال کې له فرانسې، چین، هند، پاکستان، شمالي کوریا او اسرائیل څخه د اټمي وسلو د له‎منځه وړلو غوښتنه وکړه.

نوموړې زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالاتو ازادي پر ډار غوره بللې، روسیې د له‎منځه وړلو پر ځای کمول غوره بللي او بریتانیا هم د ظلم او فشار پر ځای د قانون حاکمیت ته لومړیتوب ورکړی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې اسرائیل چې په غالب ګومان له اټمي وسلو برخه‌مند دی، نه د دغو وسلو لرل تائید کړي او نه‌یې هم د هغو له لرلو انکار کړی دی.

په اوسلو کې د نوبل د سولې د جایزې په مناسبت غونډې ته بلې ویناوالې، ۸۵ کلنې جاپانۍ سیتسوکو تورلو "Setsuko Thurlow" چې په ۱۹۴۵ کال کې د نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان پر هیروشیما ښار د امریکا له لومړي اټوم بم څخه روغه پاتې شوې، د پېښې زړه بوږنونکې خاطرې څرګندې کړې.

تورلو چې هغه وخت ۱۳ کلنه وه او د دغه اټم بم له ځایه څه باندې یو کېلو متر لیرې د ښوونځي د ودانۍ له نړېدلو دېوالونو او خاورو خښتو لاندې را ایستل شوې وه وایي، اکثره ټولګیوال‌یې په خپل صنف کې ژوندي د خاورو لاندې شول.