فرانس پرس خبري اژانس د افغان او بهرنیو چارواکو په حواله خبر ورکړی چې یو شمېر فرانسوي او الجزایري وسلهوال چې په سوریه کې د داعش د وسلهوالو په ملاتړ جنګېدل، افغانستان ته تللي دي.
د فرانس پرس په حواله، دا وسلهوال د افغانستان په شمالي سیمو کې له داعش سره یوځای شوي دي.
دا اول وار دی چې په افغانستان کې د داعش د فرانسوي وسلهوالو د حضور خبر خپور شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د یو شمېر څارونکو په حواله ویلي چې داعش په عراق او سوریه کې ماته خوړلې، نو ښايي یو شمېر وسلهواليې له منځني ختيځه تښتېدلي او د افغانستان لور تهیې مخه کړې وي.
د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ ولسوال باز محمد داور فرانس پرس ته ویلي چې د داعش یو شمېر فرانسوي او الجزایري وسلهوال په نومبر میاشت کې هغه ولایت ته ورغلي دي.
د جوزجان درزاب ولسوالۍ
داور زیاته کړې چې په ورغلو کسانو کې ښځې هم شته او وسلهوال له تاجکستانه د افغانستان خاورې ته وراوښتي دي.
د درزاب د ولسوال په وینا، په ورغلو وسلهوالو کې د چچنیا او ازبکستان وګړي هم دي.
د درزاب د ولسوال په وینا، د داعش فرانسوي او الجزایري وسلهوال چې ښايي په عراق او سوریه کې جنګېدل، غالباً په افغانستان او پاکستان کې له اسلامي دولت نومې شبکې سره چې ځان ته د خراسان دولت وايي، یوځای شوي دي.
نېکلسن ویلي چې د داعش ډلې ریښې به وایستل شي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري فرانس پرس ته ویلي، داسې ښځې او نارینه چې په فرانسوي ژبه خبرې کوي، په هغه ولایت کې لیدل شوي او په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وسلهوالو ته روزنه ورکوي.
د جوزجان د والي ویاند فرانس پرس ته ویلي چې داسې راپورونه ورته رسېدلي چې له ورغلو کسانو سره کوچنیان هم شته چې شمېر یې ښايي د ۵۰ په شااوخوا کې وي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري
د درزاب ولسوال هم له فرانس پرس سره په خبرو کې څرګنده کړې چې لږ تر لږه ۲۰۰ وسلهوالو چې بهرنیان پهکې دي، د بي بي مریم په کلي کې یې کمپ جوړ کړی دی.
د سیمې یوه اوسېدونکي چې نومیې نهدی اخیستل شوی، د فرانسې خبري اژانس ته څرګنده کړې چې هغه بهرني وسلهوال چې سیمې ته ورغلي، ځوانان دي، لوړې ونې او سپین پوستکي لري، د مختلفو هېوادونو خلک دي، له چا سره خبرې نهکوي او سرحدي سیمو ته په تګ-راتګ کې دي.
د فرانس پرس په حواله، یو شمېر اروپايي سرچینو باور څرګند کړی چې وسلهوال کسان د تاجکستان له لارې افغانستان ته ځي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، یوه فرانسوي وګړي چې د جولای په میاشت کې نیول شوی و، منلې وه چې غوښتليې په افغانستان کې د داعش له وسلهوالو سره یوځای شي.
د افغانستان امنیتي ادارو په شمالي ولایتونو کې د داعش د الجزایري او فرانسوي وسلهوالو د حضور په اړه خبرې نهدي کړي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې د داعش ډلې ریښې به وایستل شي.