د لبنان امنيتي ځواکونو په بيروت کې له مظاهره چيانو سره شخړه وکړه

د لبنان امنيتي ځواکونو په پلازمېنه بيروت کې د امريکا سفارت ته څېرمه له مظاهره چيانو سره شخړه وکړه.

مظاهره چيانو د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړ چې بيت المقدس يې د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړ.

د لبنان امنيتي قواوو نن یکشنبه په يوه ډيپلوماتيکه ساحه کې وروسته له هغې د څو سوو مظاهره چيانو د خورولو لپاره اوښکي بهوونکي ګاز او اوبه وشيندلې چې دوى پر امنيتي قواوو ګوزاونه وکړل او پر سړکونو يې اور بل کړ.

لبنان هغه هېواد دى، چې په سلګونو زره فلسطيني کډوال په کې ژوند کوي.