حکمتیار وایي، له انتخاباتو پرته په هېواد کې د کړکېچ ختمولو بله لار نه ویني

د یکشنبې په ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خوست کې د خپلو زرګونو پلویانو په غونډه کې له سیاسي ګوندونو او بېلابېلو ډلو وغوښتل چې تېر اختلافونه هېر کړي او د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره له یو بل سره مرسته وکړي.

ده له خلکو وغوښتل چې د ولسي جرګې له راتلونکو ټاکنو د سولې د یوه فرصت په توګه ګټه واخلي او هغو کسانوته رأیه ورکړي چې خاورې، ولس او سولې ته ژمنتیا لري.

ښاغلي حکمتیار له افغان حکومت هم وغوښتل چې په ټاکلي وخت او په شفافه توګه د ولسي جرګې انتخابات ترسره کړي.

ده زیاته کړه، ځکه په انتخاباتو ټېنګار کوي چې په هېواد کې د شته کړکېچ د پای ته رسولو بله لار نه ویني.

د حزب اسلامي مشر په افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ په حل کې د لويې پکتیا د ولسونو ونډه هم مهمه وبلله او ډاډ يې څرګند کړ چې کچېرې دا قومونه یو موټی شي، ټول افغانان متحد کولای شي، جګړهپای ته رسولی شي او په دې سره ډاډمنه سوله راتلای شي.

د ده په وینا، دا ولسونه کولای شي چې په هېواد کې یو ځواکمن حکومت جوړ کړي او له شک پرته هغه حکومت به ځواکمن وي چې د لويې پکتیا د خلکو ملاتړ له ځانه سره ولري.

د اسلامي حزب مشر له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د سولې لار غوره کړي او د حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته تیار شي.

د ده په وینا، وسله وال طالبان دې بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د حکومت او نظام د راتلونکې په اړه خبرو ته لېوالتیا نه ښيي، ځکه هغوی په سوله کې خپل ملاحظات لري.

نوموړی وايي، که حزب اسلامي د افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه وای کړې، نو هېڅکله به یاد مذاکرات نه وو بریالي شوي.

ګلبدین حکمتیار په غونډه کې له خلکو وغوښتل چې لویه پکتیا د سولې کور جوړ کړي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې هغو کسانو ته رأیه ورکړي چې خاورې او ولس ته ژمن وي.

په غونډه کې د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي هم پر افغان حکومت غږ وکړ چې د هېواد د سیاسي، امنیتي او ټولنیز ثبات لپاره دې، په نظام په ځانګړي ډول په امنیتي سکټور کې د مجاهدینو ونډه زیاته کړي.

ده هم ټېنګار وکړ چې په شفافه او عادلانه توګه دې راتلونکې ټولټاکنې ترسره شي.

په یاد غونډه کې د ښځو په استازیتوب په خوست کې د ولسي جرګې استازې ساهره شریف هم د وسله والو طالبانو وغوښتل چې د حزب اسلامي په شان دې سالم سیاست وکړي او له وسله والو جګړو دې لاس واخلي.

اغلې شریف د حزب اسلامي مشر له هغه طرحې چې د شفافو او سرتاسري ټاکنو په باب يې حکومت ته سپارلې، ملاتړ وکړ او ويې وغوښتل چې باید پلي کېدو ته يې هڅې وشي.

په غونډه کې د قومي مشرانو په استازیتوب د سولې د عالي شورا غړي علي احمد خان هم په خپلو خبرو کې له افغان حکومت نه ګیله وکړه چې په نظام کې يې د خوست کادرونو ته پوره ونډه نه ده ورکړې.

ده غوښتنه وکړه چې په ولسي جرګه کې دې، د خوست نفوس ته په کتو هرې ولسوالۍ ته، د یوې څوکۍ ونډه ورکړل شي.

حکمتیار د غونډې ګډونوالو سره ژمنه وکړه چې په نېږدې راتلونکې کې به د ځان له خوا د یوه ستر او معیاري پوهنتون د بنسټ ډبره کېږدي.

یاده دې وي چې د حزب اسلامي مشر حکمتیار افغان حکومت سره تر یو ځای کېدو وروسته په لغمان، جلال اباد او هرات کې هم په ورته توګه غونډې جوړې کړې وې.

راپور: نجیب الله الوخېل