د خلکو د ملي اجماع ګوند غړو کابل کې د ټرمپ وروستۍ پرېکړه وغندله

د افغانستان د خلکو د ملي اجماع ګوند غړو په کابل کې د يوې غونډې پر مهال د امريکا د ولسمشر هغه پرېکړه وغندله چې بيت المقدس يې د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړى.

د دې ګوند رئيس محمد ابراهيم الکوزي وويل:

"ښاغلى ټرمپ! موږ ستاسو دا ناروا فيصله نه شو منلاى. بيت المقدس به د اسلام قبله وي او دا مو ديني مقدسات دي."

په غونډه کې نورو ويناوالو د مسلمانانو او اسلامي هېوادونو پر يووالي ټينګار وکړ.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې چهارشنبې ناوخته په خپله وينا کې بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړ او ويې ويل چې د امريکا سفارت به له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدول شي.