د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو د ډونالډ ترمپ پرېکړه وغندله

د عربي ټولنې یا عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو په مصر کې په خپله غونډه کې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ پرېکړه وغندله.

د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو نن یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» د غونډې په پای کې په خپله اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر پرېکړه ناچله وبلله او د خپلو هېوادونو له مشرانو څخه یې وغوښتل د بیت المقدس د مسئلې په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړي.