ولسي جرګې د بیت المقدس په اړه د ډونالد ټرمپ پرېکړه وغندله

د افغانستان ولسي جرګې د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه وغندله.

ولسي جرګې نن شنبه د یوې ځانګړې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي وغوښتل، څو په دې برخه کې بېړنۍ غونډه راوغواړي.

د دغې جرګې غړي عبدالقيوم سجادي د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:

"د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي او د امنیت شورا له داېمي غړو غواړو، څو د یوې بېړنۍ غونډې په رابللو سره دا فرمان وڅېړي او د لغوه کېدو لپاره جدي ګامونه واخلي."

تر دې وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست په ګډون بېلابېلو افغان چارواکو په دې اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

همدارنګه تېره ورځ د کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې هم د ټرمپ د پرېکړې پرضد مظاهرې وشوې.

دا غبرګونونه وروسته له هغه پورته شول چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس اعلان وکړ چې بیت‌ المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پېژني او د دغه هېواد سفارت به له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړي.