چارواکي: په کندز کې شااوخوا ۳۰ وسله وال مخالفین وژل شوي

په کندز کې د شمال ختیځ زون د پامیر د شلمې فرقې چارواکي وايي، په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو په شمول له ۳۰ زیات وسله وال وژل شوي دي.

د دې فرقې ویاند غلام حضرت نن شنبه سهار ازادي راډیو ته وویل، مولوي موسی چې په انصاري مشهور و او ګلبدین چې په حکومت مشهور و، له ۲۹ نورو وسله والو سره د پامیر ۱۴ په نوم عملیاتو کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دې عملیاتو کې چې د سې شنبې د ورځې راهیسې د امام صاحب ولسوالی کې روان دي، ۱۷ نور مخالف وسله وال ټپیان شوي هم دي.

نوموړي ویلي چې له وسله والو څخه د امام صاحب د ولسوالۍ تر بشپړې تصفیې به دا عملیات دوام وکړي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.