د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

Greece - People read newspapers hunging at a kiosk in central Athens on July 31, 2015

د بریتانيا چاپ ورځپاڼې انډيپینډنټ د يوه افغان ترجمان اړوند د بریتانيا د یوې عالي محکمې د اقدام په اړه لیکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې محکمې د حفيظ الله حسين خېل چې په افغانستان کې يې له بریتانيايي ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار کړی، له بریتانيې د ایستل کېدو مخه ونيوله.

تېره اوونۍ د بریتانيا د کورنیو چارو وزارت د رد پاڼې حسين خېل ته ورکړې او هغه يې د توقيف يوه مرکز ته يووړ.

خو د انډيپینډنټ په مقاله کې راغلي چې د کورنيو چارو وزارت ونکړای شول په توقيف مرکز کې د دې افغان ترجمان د پاته کېدو لپاره قانع کوونکی دلیل ووايي.

په مقاله کې راغلي چې وروسته له هغه چې د حسین خېل قضيه علني شوه، له ۱۵ څخه تل ۲۰ پخواني سرتېرو چې په هلمند کې يې کار کړی، د هغه ايستل ناسم کار بللی دی.

ډېری افغان ترجمانان چې په افغانستان کې يې له نړيوالو ځواکونو سره کار کړی دی، وايي چې د دغه کار له کبله دوی د افغان حکومت د مخالفينو له خوا د حملو له خطر سره مخامخ شوي دي.

له بلې خوا، ډېری پناه غوښتونکي چې له ۲۰۱۵مېلادي کال راهيسي اروپايي هېوادونو ته تللي، اوس د ايستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

په دې وروستيو کې جرمني لږ تر لږه ۲۷ افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته ولېږل.

د ملګرو ملتونو خبري څانګه:

د ملګرو ملتونو خبري څانګې په افغانستان کې د ښځينه خبریالانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله ليکي چې سږ کال پر ټولنيزو رسنيو په نړيواله کچه ښځو د مي ټو يا زه هم په نوم يو هشټګ وکاراوه او د جنسي ځورونو په اړه يې اعتراضونه وکړل.

له هغه وروسته په افغانستان کې د ښځو د يوه ټلوېزیون خبريالانو ژمنه کړې چې د افغانو ښځو پر ضد د کورني او جنسي تاوتریخوالي پر ضد به خپل ږغ پورته کوي.

مقاله لیکي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي د تشدد کیسې بايد په محرمانه توګه وويل شي ځکه هغه ښځې او نجونې چې د ځپل کېدو خبرې کوي، باید خوندي وساتل شي.

د ملګرو ملتونو خبري څانګه په دې مقاله کې لیکي، هغه ښځې چې د تشدد او تاوتريخوالي په اړه شکايت ثبتوي یا خبرې کوي، ډېری وختونه له لا نور تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي او د وژل کېدو له خطر سره مخامخ وي.

مقاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ټولنې يا يوناما د معلوماتو د رئيس سيد بارز له خولې لیکلي چې د جنسيتي تاوتريخوالي د مخنیوي تر ټولو مهمه لاره دا ده چې باید ښځې او نجونې پياوړي شي څو هغوی خپل ږغ پورته کړای شي.