د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښې ۳تنه مړه کړي

د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې پر سر د زنګورې په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۳ ته مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې دغه ترافیکې پېښه د لغمان ولایت په مربوطاتو کې نن ۱۲بجې د یوه ټوډي موټر او ډاټسن د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ټول قربانیان نارینه دي.

د یادونې وړ ده چې تر دوړاندې هم پر یاده لار ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې لوی لامل یې د موټر چلونکو بې احتیاطي او تیز سرعت ګڼل کېږي.