چارواکي: په ننګرهار کې ۱۶۰کېلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي

د ننګرهار ولایت پولیسو د یوې اوونۍ په جریان کې ۱۶۰ کېلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو نیولي او په دې تړاو یې ۹ کسان هم نیول شوي دي:

"د دې پېښو په تړاو په مجموعي توګه ۹ کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوي دي، دغه ډول ۵ موټرونه د پولیسو لاس ته ورغلي او د دې ولایت د ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي."

د یادونې وړ ده چې د تېرې اوونۍ په بهير کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۹۱ جریبه ځمکه د کوکنارو کښت هم له منځه وړل شوی دی.