د بیت‌المقدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې په وړاندې مخالفتونه په زیاتېدو دي

د اسرائیل د پایتخت په توګه د بیت‌المقدس د منلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پرېکړې پر وړاندې له مخالفت نه ډک عکس‌العملونه مخ په زیاتېدو دي.

  • سعودي عرستان

سعودي عربستان وايي، د ولسمشر ټرمپ له‌خوا بیت‌المقدس د اسرائیل د پایتخت په توګه اعلانول، د منځني ختیځ د سولې د پروسې د پر شا تګ په معنی دی.

ریاض د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه غیر مسؤلانه بللې ده.

  • فلسطین

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ولسمشر ټرمپ پرېکړه غندلې ده او ویلي یې دي چې متحده ایالات نور نه‌شي کولای د منځني ختیځ په مسئله کې د منځګړي رول ولوبوي.

  • مصر

مصر او اردن وايي، ټرمپ په دې اعلان سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

  • ایران

ایران بیا دا پرېکړه په سختو ټکو غندلې ده.

  • پاکستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي د امریکا د جمهور رئیس دا پرېکړه فسلطینیانو او د نړۍ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

  • ترکیه

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن په بلګراد کې خبریالانو ته په خبرو کې د ډونالد ټرمپ دا اعلان غیر مسؤلانه وباله.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو.

نوموړي زیاته کړه:

"نه‌یوازې د ترکيې او اسلامي نړۍ، بلکې د نړیوالې ټولنې او اروپايي اتحاديې له خبرداریو سره سره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا علان وکړ، دا یو غیر مسؤله او ګمراه کونکی اعلان دی. موږ يې نه‌منو او غندوو يې ځکه دا اعلان د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د چاودېدونکو موادو په څېر دی."

  • فرانسې

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د خواشینۍ وړ بللې ده او ټینکار يې کړی دی چې فرانسه د دې اعلان ملاتړ نه‌کوي.

د فرانسي ولسمشر امانویل مکرون.

مکرون په الجزایر کې خبریالانو ته وویل:

"له هر څه مخکې غواړم د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې اعلان په اړه خپل عکس‌العمل څرګند کړم. د اسرائیل د پایتخت په توګه د بیت‌المقدس منل او دې ښار ته د امریکا د سفارت لېږدول یو اړخیزه پرېکړه ده. فرانسه دا پرېکړه چې نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیکونه‌يې نه‌مني، نه‌تائیدوي."

  • ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو سرمشني ویلي د ټرمپ دا ګام به د منځني خیتځ د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کړي.

  • بریتانیا

د بریتانيې صدراعظمې ترزا مې ویلي دا پرېکړه د سیمې د سولې لپاره ګټه نه‌رسوي.

  • اروپايي ټولنه

اروپايي ټولنې بیا د منځني ختیځ د سولې پر بروسه د دې پرېکړې د منفې اغېز په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسولې فدریکا موګرېني وايي د دواړو خواو هیلې باید په پام کې ونیول شي او د خبرو له لارې باید د حل داسې یوه لار پیدا شي چې بیت‌المقدس هم د اسرائیل او هم د فلسطینیانو پایتخت وي.

  • جرمني

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر بیا وايي، د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه به د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ شخړه پراخه کړي.