د ټرمپ زوی پارلمان ته له معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه

د امریکا د ولسمشر زوی ډونالد ټرمپ جونیر د هغه بحث په اړه چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې له روسانو سره د لیدو په اړه له خپل پلار سره کړی، د امریکا د پارلمان غړو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د تحقیقاتو په دوام، ډونالد ټرمپ جونیر تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو له کمېټې سره د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې.

ټرمپ جونیر د خپل پلار د انتخاباتي کمپاین پر مهال له روسانو سره د لیدو په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

د امریکا د عدلیې وزارت ځانګړي سلاکار رابرټ مولر هم د دغو لیدنو په اړه چې ویل کېږي په ټرمپ ټاور کې شوي، پلټنې کوي.

امریکایي چارواکي روسیه تورنوي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې یې مداخله کړې ده، خو روسیه دا تورونه ردوي.