کابل د بیت‌المقدس په اړه د ټرمپ پر پرېکړې اندېښنه وښوده

کابل د امریکا د ولسمشر د هغې پرېکړې په اړه چې بیت‌المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده اندېښنه وښوده.

له ارګه په یوې اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د اسلامي نړۍ د خلکو ژورې اندېښنې درک کوي او د ډونالد ټرمپ دا پرېکړه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمنېدو لامل بولي.

د ارګ په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دا پرېکړه به په منځني ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کړي.

افغان حکومت وایي، بیت‌المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین‌المللي قوانینو، د ملګرو ملتونو سازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.

په همدې حال کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د همدې موضوع په غبرګون کې ویلي:

"موږ به په نړیواله ټولنه کې د نورو هېوادونو تر څنګ خپلو هڅو ته دوام ورکړو چې د فلسطین خلک خپل حق ته چې د یوه داسې خپلواک هېواد جوړېدل دي چې ختیځ بیت‌المقدس‌یې پلازمېنه وي، ورسېږي."

د امریکا ولسمشر تېر ماښام په یوه تاریخي وینا کې بیت‌المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او ویې‌ویل چې د امریکا سفارت به له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته انتقال کړي.