د کډوالۍ سازمان: له ۵۰۶ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه له ۵۰۶ زره ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه افغانان د نامناسبو محیطي شرایطو له کبله له یادو هېوادونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د اعلامیې له مخې یوازې د روان کال په نومبر میاشت تر ۵۵ زره ډېر بې‌اسناده افغانان په خپله خوښه له ایرانه افغانستان ته تللي او یا جبري اخراج شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلامیه زیاتوي، تر ۳۴۰۰ ډېر افغانان چې قانوني اسناد نه‎لري په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یا په خپله خوښه یا جبري له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.

دغه سازمان اټکل کوي چې په روان میلادي کال کې به له ایران او پاکستان څخه شااوخوا ۵۵۳ زره بې‌اسناده کډوال افغانستان ته ستانه شي.