سعودي عربستان: ټرمپ دې د بیت‌المقدس په اړه پرېکړه بېرته واخلي

سعودي عربستان چې په منځني ختیځ کې د امریکا یو مهم عربي متحد دی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه چې بیت‌المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند غیر مسؤلانه او د نه‌منلو وړ وبلله او له واشنګټنه‌یې وغوښتل چې هغه بېرته واخلي.

ولسمشر ټرمپ تېر ماښام په یوه تاریخي وینا کې د سیمه‌ییزو مخالفتونو سره سره دغه اعلان وکړ.

ده وویل:

"ما پرېکړه وکړه چې اوس هغه وخت رارسېدلی چې په رسمي ډول بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه وپېژنم. په داسې حال کې چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو دا مسئله د خپلو کمپاینونو یوه لویه وعده ګرځولې وه، خو هغوی یې په سرته رسولو کې پاتې راغلل. نن زه دا کار کوم."

ولسمشر ټرمپ وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته‌یې سپارښتنه کړې چې له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال چارې پیل کړي.

ولسمشر ټرمپ په عین حال کې پر دې ټینګار وکړ چې د اسرائیل او فلسطین تر منځ سولې ته ژمن دی او د سیاسي حل لارې لپاره به تر خپله وسه هڅه وکړي.

ریاض په یوه بیان کې چې د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس خپور کړی، ویلي چې دغه اقدام د سولې د پروسې د پر مخ بیولو لپاره په هڅو کې د ډېر شا تګ نښه ده.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د واشنګټن دا پرېکړه یو تاریخي اقدام وباله، خو د فلسطین د ازادي بخښونکي سازمان مشر صائب عریقات ویلي چې د ټرمپ دغې پرېکړې د دوو دولتونو حل لاره له‌منځه یوړه.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا په دې اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.