روسیه: ټول افغانستان کې دې د نشه‎يي موادو پر وړاندې مبارزه وشي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا متحده ایالاتو او ناټو تمه لري چې یوازې د افغانستان په یوه ولایت کې نه، بلکې په ټول هېواد کې د نشه‎يي موادو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تېره ورځ خبریالانو ته ویلي:

"موږ د نشه‎یي موادو پر وړاندې د لا پراخو او فعالو هلو ځلو په تمه یو."

د زاخارووا په خبره دغه مبارزه باید یوازې په یوه ولایت کې نه، بلکې د افغانستان په ټولو اغېزمنو سیمو کې وشي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د نشه‎یي موادو پر وړاندې د مبارزې خبره کړې ده.

جنرال جان نېکلسن دغه‌راز ویلي چې په هلمند ولایت کې د مخدره موادو د تولید پر کارخانو د هوایي بریدونو په نتیجه کې طالبانو ته شااوخوا ۵۰ میلیونه ډالره مالي زیان رسېدلی دی.

د هلمند والي حیات‎الله حیات له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دغو بریدونو له دوو اوونیو راپه‎دې خوا ښه نتیجه لرلې ده.